ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني امنیتي مسوولین: ګیلان ولسوالۍ کې یو کس له نهه کیلوګرام یورانیمو سره نیول شوی

د غزني امنیتي مسوولین: ګیلان ولسوالۍ کې یو کس له نهه کیلوګرام یورانیمو سره نیول شوی

غزني ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې یو کس له نهه کیلوګرام یورانیمو سره نیول شوی دی.

د غزني امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس یو کس له نهه کیلوګرام یورانیمو سره نیولی دی.

هغه زیاتوي، دغه کس چې غوښتل یې یاده اندازه یورانیم ګاونډي هېواد ایران ته ولېږدوي، پرون (د لړم ۲۹مه) د ګیلان ولسوالۍ مربوطاتو کې نیول شوی دی.

یورانیم یو ډول کیمیاوي توکي دي چې په اټومي وسلو کې کاریږي.

سرحدي وویل: «نیول شوي کس څېړنو کې ویلي چې یاد کیمیاوي توکي یې لاس په لاس کړي، ده له یو کس څخه اوهغه کس بیا له یو بل کس څخه اخیستي وو او غوښتل یې ګاونډي هېواد ایران ته یې انتقال کړي.»

نوموړي زیاته کړه چې نیول شوی کس د لا زیاتو پلټنو په موخه کورنیو چارو وزارت ته لېږدول شوی دی.

د یو بل خبر له مخې، د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، پولیسو دغه راز د یادې ولسوالۍ په ډنډ کلي کې یو کس له درېیو تومانچو او یوه روسي کلاشینکوف سره نیولی دی.

نوموړي وویل، نیول شوي کس غوښتل چې یادې وسلې کوم لوري ته ولېږدوي چې د دوی د کشفي ځواکونو له خوا ونیول شو.

هغه زیاته کړه، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.