کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له نادولتي موسسو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ د درېیو هوکړهلیکونو له لاسلیک کولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیکونه د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي او د «اسلامیک ریلیف»، «ایارډبیلو» او «اوسياېچار» موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
سرچینې لیکلي، د دغو هوکړهلیکونو له مخې، «اسلامیک ریلیف» بنسټ په لوګر او بامیان کې ۲۹۲۷ کورنیو ته د نغدو پیسو، کمپلو او البسې د وېش په برخه کې یو میلیون او ۱۶۵ زره ۴۰۵ ډالر مصرف کړي.
د سرچینې په خبره، «اوسياېچار» موسسه له پاکستانه په زور ایستل شوې ۱۱زره او ۶۶۸ کورنیو لپاره د ننګرهار په موقت کمپ کې د ګرځنده تشنابونو او لاسمینځلو ځایونو جوړولو، د سولري واټر پمپونو نصبولو، د درېیو جنراتورونو پېرېدلو، د سولري څراغونو نصبولو، د اوبو ټانکرونو ترمیم، د شپږو کثافتدانیو چمتو کولو، د ۵۱۸ روغتیایي کېټونو وېشلو، د ۵ زرو لېترو اوبو لپاره د ۲۹ ذخیرو نصبولو په برخو کې ۳۷۶ زره او ۹۵۵ ډالر مصرف کړي.
د معلوماتو له مخې، یاد وزارت پرون هم د ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت له یوې داخلي موسسې «اېمپياو» سره د یوه هوکړهلیک له لاسلیک کولو خبر ورکړی و.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن