میدانښار (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د يوه کس مړی موندل شوی دی.
د میدانوردګو امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې وژل شوی کس شفيق نومېده او د دغه ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی و.
هغه زیاته کړه چې د نوموړي مړی وړمه ورځ د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې موندل شوی او وروسته د څېړنو په موخه د مرکز کابل عدلي طب ته ولېږدول شو.
هغه وايي چې د پیښې په اړه څېړنې روانې دي.
د وژل شوي د ترور زوی سلیمان نوري پژواک ته وویل چې شفقالله تېره چهارشنبې د کابل باغ داوود سیمه کې کور ته د سودا اخیستو لپاره وتلی و او نادرکه شوی و.
هغه زیاته کړه: «د پنجشنبې ورځ د کابل عدلي طب څخه راته زنګ راغی چې دلته راشه، ستاسې د کورنۍ کوم کس وژل شوی.»
نوموړي وویل چې د ماما زوی یې په سخت وحشتناک او ناوړه ډول وژل شوی و.
نوري وویل: «بدن يې په تبر ټوټه ټوټه کړی و، بیا یې بوجۍ کې اچولی و او سوځولولی يې و.»
د وژل شوي کس ورور نصیراحمد واحدي وویل، ورور یې له تېرو څو کلونو راهيسې په کورنیو چارو وزارت کې دنده لرله او دوی له چا سره شخصي ستونزه نه درلوده.
هغه وویل، حکومت یې باید د ورور قاتلین پیدا کړي او په سزا ورسوي.
هغه همدا راز زیاته کړه، د دې پېښې په اړه باید حکومت سملاسي جدي څېړنې وکړي او قاتلین یې پیدا کړي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP