سرپل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې د هغه مېرمن نیول شوې ده.
د سرپل د پولیسو ویاند دینمحمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون شپه یوولس بجې یو ۲۰ کلن ځوان د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په دارقدوغ کلي کې په خپل کور کې د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د دې قضیې په تړاو د وژل شوي کس مېرمن چې ۱۹ کلنه ده، نیول شوې او څېړنې ترې روانې دي او له څېړنو وروسته به د قضیې څرنګوالی او انګیزه څرګنده شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن