کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان ستره محکمه وایي، د جعلکارۍ مخنیوي او جعلکارانو ته د سزا ورکولو طرزالعمل یې تایید کړی چې له مخې به یې جعلکارانو ته له شپږو میاشتو تر اوو کلونو سزا ورکړل شي.
د افغانستان سترې محکمې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه طرزالعمل په دوو مباحثو، ۳۲ مادو او پنځو جزونو کې جوړ او تایید شوی دی.
په یاد طرزالعمل کې راغلي، د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمانونو او حکمونو، د سترې محکمې د رییس او د رییسالوزرا په حکمونو، د وزيرانو شورا او د سترې محکمې د عالي شورا په تصويبونو، د يادو اشخاصو او ارګانونو په مهرونو او لاسليکونو او د محاکمو په قطعي فيصلو او حکمونو کې تزويرکوونکی (جوړوونکی) کس بايد پر پنځه کاله بند محکوم شي.
طرزالعمل له مخې، د پورتنيو جرایمو مرتکب که ياد جرم په تکرار ترسره کړي او تکرار یې په ثبوت ورسېږي او یا هم د پورتنيو جرایمو مرتکب د يادو ادارو رسمي مامور وي، بايد په اصل قيد کې يې دوه کاله زيات کړل شي.
سترې محکمې زیاته کړې، د رياستالوزرا د مرستیالانو، د کابينې د وزيرانو، د لویو رياستونو د ریيسانو، د ولايتونو د واليانو او امنيه قوماندانانو په مکتوبونو، امضاګانو او مُهرونو کې تزويرکوونکی کس بايد پر درې کاله بند محکوم شي.
سرچینې دغه راز لیکلي، د وزارتونو د مرستیالانو، د سترې محکمې اړوند رياستونو د ریيسانو، د لويو رياستونو د مرستیالانو په مکتوبونو امضاګانو او مهرونو کې تزويرکوونکی کس بايد پر دوه کاله بند محکوم شي او د نورو ټولو ارګانونو اړوند د رياستونو د ریيسانو، د ولسواليو د ولسوالانو او امنيه قوماندانانو په مکتوبونو، امضاګانو او مُهرونو کې تزويرکوونکی (جوړوونکی) کس بايد پر یو کال بند محکوم شي.
د دغه طرزالعمل له مخې، د محاکمو اړوند په ټولو وثایقو (لکه شرعي قباله او داسي نور...) کې تزويرکوونکی کس دې پر درې کاله بند د ټولو غيردولتي ادارو، خصوصي او شخصي شرکتونو، تعليمي ادارو او همداسې په نورو غيردولتي اسنادو کې تزويرکوونکی دې پر شپږ میاشتې بند محکوم شي.