پلعلم (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر ولایت کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري له ۳۷۲ کورنیو سره نغدي او د ژمنو توکو مرستې وشوې.
د لوګر ولایت مقام رییس مولوي میرویس د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۴۸۰۰ افغانۍ او د ژمنۍ توکو یو کېټ ورکړل شوی دی.
هغه وایي چې په دغو ژمنیو توکو کې د ماشومانو او لویانو ۱۸ جوړه جامې شاملې دي.
هغه وویل چې دغه مرستې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لورې وېشل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن