کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې بلوچستان کې د پاکستان له زندانونو ۱۵ نور افغانان ازاد شوي دي.
د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د مرغومي په ۳مه نېټه د پاکستان د کوېټې له زندانونو ۱۵ افغان بندیان ازاد شول.
دغه وزارت زیاته کړې چې یاد کسان د قانوني اسناد نه درلودو له امله زنداني شوي وو.
کډوالو وزارت لیکلي چې دغه کسان هېواد ته له راستنېدو سره د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته وروپېژندل شول.
دا په داسې حال کې ده، پاکستان د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې چې له هغه وروسته د افغان کډوالو د نیول کېدو ډېر راپورونه ورکول کېږي.
دغه راز د روان کال د تلې په ۱۷مه هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي وو چې د سند ایالت له زندانونو د ۳۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۰ افغانان ازاد شوي دي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن