ژبه

د سرحدونو وزارت په تېر یو کال کې ۳۲۰ شخړې حل کړې دي

خوست ښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېر يو کال کې يې د هېواد په کچه د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۲۰ لويې او وړې شخړې حل کړې دي.

هغوی دا څرګندونې نن (د مرغومي ۱۱مه) خوست کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو هغې غونډې ته وکړې چې له حکومت سره د همغږۍ په موخه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له خوا جوړه شوې وه.

د دغه وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستيال مولوي عبدالحق عابد غونډې ته وويل چې د ولس ترمنځ د همغږۍ او د يووالي لپاره وخت ناوخت دا ډول غونډې او ناستې ترسره کوي.

نوموړي وويل، دغه وزارت د تېر يو کال په جريان کې د هېواد په کچه ۳۲۰ لویې او وړې شخړې حل کړې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

هغه زیاتوي: «د افغانستان په ټولو ولايتونو کې موږ هڅه کوو چې د مسلمانانو ترمنځ موضوعات وي هغه حل کړو. د اسلامي امارت هدف دا دی چې بايد مسلمانانو په منځ کې تعصب او مشکلات نه وي او شخړې يې حل شي.»

هغه له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې په خپلو منځونو کې شخصي ستونزې له منځه يوسي او د يووالي لار خپله کړي.

بلخوا د خوست یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو بيا په خپلو خبرو کې د قومونو او حکومت ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ.

ديني عالم او د علماوو شورا مرستيال مولوي عبدالرحمن حقاني غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د اوسني نظام د پايښت لپاره د حکومت او قومونو ترمنځ همغږي تر هر څه اړينه ده.

هغه زياتوي: «که موږ او تاسې له امارت او ولس سره همغږي نه شو، يو بل ته لاس سره ورنه کړو، يو خو مو تر منزله پورې رسېدل مشکل دي، بله خبره دا ده چې يوازې امارت په زوال کې نه راځي، بلکې د ملت زوال ورسره تړلی دی.»

ورته مهال دې غونډې ته يوه قومي مشر توريالي منګل وویل چې د موجوده نظام د پايښت لپاره دې پخواني قومي جوړښتونه را ژوندي شي.

نوموړي هم د نظام د پايښت لپاره د حکومت او قومونو ترمنځ يووالی او همغږي مهم ياد کړل، په ورته وخت کې يې له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې خلکو ته خپله غېږه پرانيزي.