کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): فراه کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۲۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدې مرسته وشوه.
د فراه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د یاد ولایت په مرکز او انارې درې ولسوالۍ کې له پاکستانه راستنو شوو ۱۳۲۰ کورنیو سره وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۶ کیلوګرامه دالنخود او ۳۰ بستې د ماشومانو تقویتي خواړه شامل وو.
د یو بل خبر له مخې، د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له ۱۶۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
سرچېنې چې دغه مرستې د افغانستان د بشردوستانه صندوق په مالي ملاتړ وېشل شوي او هرې کورنۍ ته ۳۹۲۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP