Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر یونیم کال کې هند له افغانستان سره د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، هند تېر یونیم کال کې له افغانستان سره د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې او له دې لارې یې په ۲۰۲۳ کال کې له څه باندې یو میلیون او په ۲۰۲۲ کال کې له ۴،۷ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام تېره ورځ (چهارشنبه) پر اېکس‌پاڼه د پیغام په خپرولو لیکلي چې د هند یاده مرسته د دغه سازمان له لارې افغانستان کې زیانمنو خلکو ته وېشل شوې ده.

ورته مهال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان وضعیت ته په کتو نوې‌ډهلي پرېکړه وکړه څو د بشردوستانه مرستو له لارې د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي.

افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مدیر هسیائو وی لی ویلي: «هند د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د خوړو له نړۍوال پروګرام سره یې مرسته کړې څو له اړمنو کورنیو سره مرسته وشي.»

د یادونې ده، د هند ترڅنګ یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.