ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر: له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅې کوو

افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر: له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅې کوو

author avatar
12 Jan 2024 - 13:32
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر: له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅې کوو
author avatar
12 Jan 2024 - 13:32

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر د ریاست‌الوزاء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلوی دی او له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅه کوي.

ارګ پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره، په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د ریاست‌الوزاء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرت چارترن ډکسن لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان او بریتانیا دوستانه اړیکې دي او اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړې توګه له لندن سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې: «بریتانیا دې د افغانستان ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړی او له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي.»

بلخوا، په یاده لیدنه کې د بریتانیا شارژادفیر ویلي، هېواد یې افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی، له همدې امله له نړۍ سره د کابل د تعامل او اړيکو برخه کې هڅه کوي.

د هغه په خبره، له نړۍ سره د افغانستان تعامل دوامداره سیاسي اړیکو او خبرواترو ته اړتیا لري.

ډکسن زیاته کړې چې بریتانیا غواړي افغانستان له نړۍ سره ونښلوي او د هغوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، شېرمحمد عباس ستانکزي هم له چارترن ډکسن سره لیدنه کړې وه.

په یاده لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ویلي وو چې اسلامي امارت له ټولو لورو سره تعامل او خبرې اترې د هېواد، سیمې او نړۍ په ګټه بولي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.