ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپایي ټولنې سفیرې له حقاني سره دوحه کې د افغانستان په اړه پر جوړېدونکې غونډې خبرې کړې

د اروپایي ټولنې سفیرې له حقاني سره دوحه کې د افغانستان په اړه پر جوړېدونکې غونډې خبرې کړې

author avatar
17 Jan 2024 - 11:20
د اروپایي ټولنې سفیرې له حقاني سره دوحه کې د افغانستان په اړه پر جوړېدونکې غونډې خبرې کړې
author avatar
17 Jan 2024 - 11:20

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره د افغانستان لپاره دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړي استازي څه موده مخکې ویلي وو چې ښايي د روان میلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې د اروپايي ټولنې سفیرې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راتلونکې مياشت دوحه کې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د افغانستان اوسنی امن یې ستایلی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې هغې د اروپايي ټولنې په استازيتوب د هرات له زلزله‌ځپلو او افغانستان ته راستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو يادونه هم کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، حقاني په دغه لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت باید په نړۍوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي، څو افغانان هلته واقعي استازولي ولري او د مسایلو حل یې اسانه شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې افغانستان له څو لسيزو بې‌ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات پر لور روان دی او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.