کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختیایي چارو نوي مسوول د بهرنیو چارو له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې هوډ لري په بشري او پرمختيايي برخو کې د افغانانو لاسنيوي لپاره لا ډېر کار وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي چارو له نوي مسؤول او د يوناما مرستيال اندريکا رتواتي سره وکتل.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري او پرمختيايي چارو لپاره مساعد چاپېريال رامنځته کړی چې له برکته يې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخې کې کارونه په ښه ډول پر مخ تللي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، اندريکا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې د اسيا پاسيفيک سيمې د ریيس په توګه خپلې مخکېنۍ دندې ته په اشارې سره وويل چې له دې وړاندې يې هم د افغانانو د ستونزو، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هېوادونو کې مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل لپاره هلې ځلې کړې، او هوډ لري چې په نوې دندې کې به په بشري او پرمختيايي ډګر کې د افغانانو د لاسنيوي لپاره لا ډېر کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په پای کې متقي، اندريکا ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن