ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي

ایران کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي

author avatar
23 Jan 2024 - 15:56
ایران کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي
author avatar
23 Jan 2024 - 15:56

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد کمېسیون معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه زره افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

دغه څرګندونې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې له ایرانه د افغان بندیانو د رالېږد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

د سرچینې څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت مشرتابه په سپارښتنه او د یاد کمېسیون د هلو ځلو په پایله کې تېر کال په درېېو پړاوونو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۱۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته رالېږدول شوي او د زندانونو چارو د سمون ادارې ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې رییس مولوي محمدیوسف مستري په کابل کې د ایران د قضائیه قوې له څلور کسیز پلاوي سره لیدلي.

سرچینې لیکلي چې مولوي مستري یاد پلاوي ته په افغانستان کې د محبسونو، توقیف‌خونو او د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکزونو په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز د زندانونو چارو سمون ادارې مشر یاد پلاوي ته د ښځینه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د ژوندانه چمتو شوو اسانتیاوو او هغوی ته د دیني او عصري علومو او کسب ورزده کولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د خبرپاڼې له مخې، یاد ایراني پلاوي ژمنه کړې چې هېواد یې د زندانونو چارو سمون له ادارې سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.