کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره او ۱۹۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۳مه پیل شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره او ۱۹۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې او د یادو شمېرو له جملې اووه میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینهوو ته وېشل شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د ټولو وېشل شوو برېښنایي پېژندپاڼو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، هرات کې څهباندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څهباندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، اوسمهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي څو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن