ژبه

مجاهد: د نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی

هجرت‌الله کاکړ

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، د دوکتورا او ماسټري نوو رامنځته شوو برنامو او پوهنځیو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی، لومړیتوب کورنیو مسلکي استادانو ته ورکول کېږي او د اړتیا په صورت کې له بهره استادان ورته رابلل کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د کابل طبي علومو پوهنتون لپاره د طبي تخصص او فوق تخصص درې برنامې او په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د دوکتورا پنځه او د ماسټرۍ ۳۳ نوې برنامې ایجاد شوې دي. دغه راز د وزارت د معلوماتو له مخې، په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۳ نوي پوهنځي او د شته پوهنځیو په چوکاټ کې ۲۹ نوې څانګې رامنځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وویل، په نوو ایجاد شوو پوهنځیو او تحصیلي برنامو کې د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون د معاصرو اړتیاوو اړوند برخې شاملې دي او د کرنې، روغتیا او ټکنالوجۍ برخو کې هم نوي تحصیلي ظرفیتونه رامنځته شوي دي.

هغه د دغو برنامو او پوهنځیو رامنځته کېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګام وباله او ویې ویل، دغه اقدام د هېواد د علمي ودې، ابادۍ او د لوړو زده‌کړو د ظرفیت د پیاوړتیا برخو کې اهمیت لري.

مجاهد د دغو نوو برنامو لپاره د استادانو د ګومارنې په اړه وویل، لومړیتوب به هغو مسلکي استادانو ته ورکړل شي چې په هېواد کې دننه موجود وي.

هغه زیاته کړه، تر هغه چې د اړتیا وړ مسلکي استادان په هېواد کې موجود وي، له بهره د استادانو راوستلو ته اړتیا نشته او کورني مسلکي استادان به د اعلان له لارې جذب شي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: «البته، په هغو برخو کې چې د اعلان له لارې په هېواد کې استادان پیدا نه شي، موږ اړ یو له بهره استادان راوغواړو؛ په دې برخه کې له هغو هېوادونو د استادانو د بلنې ترتیبات نیول شوي چې د افغانستان په اړه مثبت نظر لري، لکه اندونیزیا، مصر او ترکیه؛ خو دا به په دې شرط وي چې د اړوندو برخو استادان په افغانستان کې موجود نه وي.»

مجاهد وویل، د نوو پوهنځیو او د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو لپاره د تدریسي ځایونو، لوژستیکي اړتیاوو، کتابونو، استادانو، درسي مضامینو او نصاب په ګډون اړین چمتووالي نیول شوي دي.

دی وایي چې دغو نوو تحصیلي برنامو او پوهنځیو ته به د محصلینو د جذب بهیر په راتلونکي کې پیل شي او محصلین به د ازموینو له ترسره کېدو وروسته جذب شي.