ژبه

د خوست ټنیو ولسوالۍ ته د برېښنا د مزو غځولو چارې پيل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پیل شوې.

د خوست د برېښنا شرکت رييس انجينر فولاد معاويه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه برېښنا به په لومړي سر کې د ولسوالۍ له مقام سره وصل او بیا به نورو سیمو او کلیو ته وغځول شي.

هغه وویل، پر یادې پروژې ۱۵ میلیون فغانۍ لګښت راځي چې د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.

ورته مهال، د خوست والي بسم‌الله عبدالله وویل چې د برېښنا ریاست مسوولين باید ټنیو ولسوالۍ ته د برېښنا د لېږد چارې په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي وويل، د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې له توپیر پرته ټولو خلکو ته د اړتیا مطابق پروژې پلې کړي، خو اوس يې له خلکو هم وغوښتل چې د پروژو تطبیق برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو خبرو کې د کورنيو چارو له وزارت او ولايتي ادارې مننه وکړه چې يادې ولسوالۍ ته يې د وارداتي برېښنا د وصل چارې پيل کړې.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نصيب‌الله چينار پژواک ته وويل چې له تڼيو ولسوالۍ سره د وارداتي برېښنا پر وصلېدو خوښ دی، خو له مسوولينو غوښتنه کوي چې هر څو ژر نورو سيمو ته هم برېښنا وغځوي.

د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي حاجي احمدجان هم پژواک ته وويل چې دوی له ډېر پخوا راهيسې د وارداتي برېښنا غوښتنه کوله، خو چا یې غږ نه اورېده.

هغه وويل، دا چې اوس له دې ولسوالۍ سره د برېښنا وصلېدو چارې پيل شوې، دوی يې پر نېک فال نيسي او هيله لري چې د تڼيو ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېرې ستونزې ورسره حل شي.

د ټنیو ولسوالۍ نورو اوسېدونکو د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دې ولسوالۍ ته د نورو پروژو د تطبیق برخه کې هم پاملرنه وکړي.

ورته موضوع