خوست ښار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): خوست کې هغه سل جسدونه خاورو ته وسپارل شول چې له يوه ډلهييز قبر څخه را ايستل شوي وو.
د ولايتي مسوولينو په وينا، دغه جسدونه د مرکز اړوند د څړبني په سيمه کې د خوست شيخزايد پوهنتون ته څېرمه په يوه جوړېدونکي چکډیم کې پيدا شوي وو.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال پژواک اژانس ته وويل، د ظاهري نښو نښانو له مخې داسې ښکاري چې ياد کسان دې د کمونيستي حکومت پرمهال په دغه ځای کې په ډلهييز ډول تر خاورو لاندې شوي وي.
نوموړي زیاته کړه، دغه جسدونه يې په تابونو کې له ځای پر ځای کولو وروسته نن د ښار لوېديځ لورته د شهيدانو په سيمه کې په يوه بل ډلهييز قبر کې خښ کړل.
دی وايي: «ځيني خلک وايي چې دا کسان د تېر امارت پر مهال وژل شوي، خو کله چې موږ هغه سامانونه چې دوی سره په جيبونو کې و، په دقيق ډول وپلټل، مثلا یو ساعت هلته و چې کله مو ګوګل وپلټه هغه په ۱۹۷۰ کال کې جوړ شوی، د دې ترڅنګ کومې اوسپنيزې پيسې چې د دوی په جيبونو کې وې هغه د ترهکي د وخت وې.»
ورته مهال د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو چې د يادو جسدونو په خښولو کې يې برخه درلوده، خپلو خبرو کې دا د بشريت ضد عمل ياد کړ.
د خوست يوه اوسېدونکي حاجي منډاېر منګل پژواک اژانس ته وويل چې د جرمونو نړۍواله محکمه دې د دغه ډول ټولو ډلهييزو وژنو قضيې وڅېړي او عاملين دې په ډاګه کړي.
ده وويل: «له نړۍوالې محکمې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې خلک چې په دغه ډول ډلهييز شکل سره مرګونه يې کړي، عاملين معلوم کړي. له امارته مو هيله دا ده چې د دغو خلکو پوښتنه وشي، چې دا کار چا کړی او ولې یې کړی.»
د خوست يوه بل اوسېدونکي حاجي نادر هم پژواک ته وويل په يادو ډلهييزو وژنو کې چې په تېرو څلورو لسيزو کې ترسره شوي، زرګونه بېګناه افغانان په کې تر خاورو لاندې شوي چې ځيني اوس هم لا درکه دي.
هغه وايي: «هر چا چې دا ډول کړنې ترسره کړې هغه بايد د عدالت محکمې ته راکش کړای شي. په افغانستان کې نور هم ډېر داسې ډلهييزې وژنې شوې دي.»
د يادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سيمو کې ورته ډلهييز قبرونه موندل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP