Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې یو “وسله‌وال غل” له امنیتي کسانو سره نښته کې وژل شوی

قلعه‌نو (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار مربوطاتو کې یو وسله‌وال غل له امنیتي کسانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار پنځمې امنیتي حوزې په قادس‌اباد سیمه کې له څو غلو سره وسله‌واله نښته وشوه چې پایله کې یو غل ټپي شو چې یوه تومانچه او یو دوربین هم ترې ترلاسه شول.»

سرچینې زیاته کړې، ټپي شوی کس د قلعه‌نو ښار ولایتي روغتون ته ولېږدول شو خو وروسته یې ساه ورکړه.

خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې پولیسو د نورو غلو نیولو لپاره هم هڅې پیل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.