منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:07 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تور اووه کسان نیول شوي

· 1 دقیقه لوستل · 39 کتنې

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د «شنې قطعې» ځواکونو په دغه ولایت کې د ځنګلي ونو وهلو په تور اووه کسان نیولي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان نن سهار د ابکمري، ټګاب‌عالم، سنګ‌اتش او دره‌بوم ولسوالیو په ځنګلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د پستې او ارچې ونو پر پرېکولو تورن دي.

سرچینه زیاتوي چې د نیول شوو کسانو دوسیې د قانوني څېړنې او ارزونې لپاره اړوندو قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.