[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء د سیاسي معینیت دفتر وایي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د برنامو رییسې له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، له هغو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې سړي یې په جنګونو کې وژل شوي وي.
له ارګ څخه د کب په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د برنامو له رییسې مارتین دې بور سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، مېرمن مارتین د اسلامي امارت له همکاریو په مننې په راتلونکي کال کې د خپلو برنامو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل.
هغې زیاته کړه، له افغانستان سره د یاد بنسټ همکاري اوږده مخینه لري او ډېری فعالیتونه د روغتیا، انرژۍ، اوبو او بندیانو ته د رسېدنې برخو پورې متمرکز دي.
مېرمن مارتین ډاډ ورکړ چې د سره صلیب نړۍواله کمېټه به په بېلابېلو برخو له هغې ډلې بزګرانو او هغو کورنیو سره چې د نفقې پیدا کولو سړي یي په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي، خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړه، د سره صلیب نړۍواله کمېټه په افغانستان کې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو اووه مرکزونه لري چې هره میاشت تر لسو زرو زیاتو خلکو خدمتونه وړاندې کوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روغتیا، ماین پاکولو او بندیانو ته د رسېدنې په برخو کې د سره صلیب بینالمللي کمېټې د خدمتونو په قدردانۍ هیله څرګنده کړه چې له افغانانو سره د دې کمېټې مرستې دوام ومومي.
هغه د مرسته کوونکو بنسټونو قدرداني وکړه او ویې ویل، افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې، وچکالۍ او اجباري بېرته راستنېدونکو مهاجرو څخه د رامنځته شوو زیانونو له امله زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت ترڅنګ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او نورو نړۍوالو بنسټونو همکاري په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم دي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي هیڅوک بېګناه یا هم د ژبې او قومیت پربنسټ زنداني نه کړي، دغه راز د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن