ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار برخو کې درې نوي پروګرامونه پیلوي

امریکا افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار برخو کې درې نوي پروګرامونه پیلوي

author avatar
28 Feb 2024 - 01:13
امریکا افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار برخو کې درې نوي پروګرامونه پیلوي
author avatar
28 Feb 2024 - 01:13

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغان ښځو او نجونو لپاره د تعلیم، مهارتونو، وړتیاوو، کاروبار او نورو برخو کې د درېیو نوو پروګرامونو پيلولو په اړه خبر ورکوي.

بلینکن دا څرګندونې نن (د کب ۸مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWER) په غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل چې په تېرو څو کلونو کې له کلکو بنديزونو سره سره بیا هم افغان ښځې او نجونې هوډمنې دي چې زده‌کړې، کار او د خپلې راتلونکې لپاره هلې ځلې وکړي.

https://x.com/StateDept/status/1762486526464704717?s=20

هغه زیاته کړه چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او د هغوی د حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

انټوني بلینکن اعلان وکړ چې د افغان ښځو اقتصادي مقاومت ایتلاف به له ځينو نورو دخيلو سازمانونو سره یوځای د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نورو پرمختګونو لپاره درې پروګرامونه پیل کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل: «ایتلاف به انلاین ټرینینګونه، د مهارتونو لوړولو لپاره افغان ښځو ته کورسونه برابروي چې دندې ترلاسه کړي او عاید ولري.»

هغه د بېلګې په ډول وویل چې د قطر حکومت، د قطر بنسټ او امریکایي تعلیمي ادارې به په ګډه لسګونه زره افغان ښځو ته مسلکي او تخنیکي کورسونه برابر کړي.

بلینکن د مایکروسافټ شرکت او لینکډن شرکت یادونه هم وکړه او ویې ویل چې افغان ښځې به له دې لارې هم سندونه ترلاسه کړي او هم به هغو شرکتونو ته لار پیدا کړي چې خلک په کار ګوماري.

بلینکن دغه راز وویل، د افغان ښځو اقتصادي مقاومت ایتلاف به د نوي پروګرام له لارې له «افغان ښځو سره مرسته کوي چې خپل کاروبار او تجارت پیل او وغوړوي.»

د هغه په وینا، د امریکا متحده ایالتونو د اریزونا د تجارت پوهنتون به افغان ښځو ته د مالي او ډیجیټلي مارکېټ برخو کې وړیا کورسونه برابروي.

نوموړي زیاته کړه، په نړۍ کې ۷۰ هېوادونه دي چې د افغان ښځو د تعلیم او حقونو برخه کې ګډ کار کوي او له دغه نوي پروګرامه به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغان ښځې او نجونې مستفیدې شي.

هغه د پروګرام پيلېدو دقيقه نېټه اعلان نه کړه، خو ویې ویل چې د افغان ښځو اقتصادي مقاومت ایتلاف یې پیلوي.

د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بنديز لګولی دی.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]

Views: 140

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.