[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د بشري حقونو فعالې او د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې بنفشې یعقوبي د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د ‘۲۰۲۴ کال زړورې ښځې’ جایزه ترلاسه کړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د کب په ۱۲مه خبر ورکړی چې د افغانستان بشري حقونو فعاله بنفشه یعقوبي د هغو ۱۲ ښځو په ډله کې ده چې د ياد وزارت له خوا یې د ‘۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو’ جایزه ګټلې ده.
بنفشه یعقوبي په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې هم وه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې خبر ورکړ چې دغه جایزه به د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن او د دغه هېواد لومړۍ مېرمنې جېل بایډن په حضور کې یادو ښځو ته د زړورتيا، د بشري حقونو برخه کې د رهبرۍ او د هغوی د فعاليتونو، له حقونو د دفاع، د ښځو پیاوړتیا او سولې له امله هغوی ته ورکړل شي.
د ازادي راډیو خبر له مخې، د افغانې بنفشې یعقوبي او ایرانۍ فریبا بلوچ ترڅنګ د بنګلهدېش، بیلاروس، بوسنیا، برما، کیوبا، اکوادور، ګامبیا، جاپان، مراکش او یوګانډا لس نورې ښځې هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال زړورې ښځې جايزو ګټونکې شوې دي.
د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي، بنفشه یعقوبي چې ‘کم بينا’ ده، په افغانستان کې د هغو ښځو د مدافع وکیلې په توګه يې کار کاوه چې له تاوتریخوالي سره مخ وې او په ورته وخت کې یې د ‘کم بينايانو’ لپاره د روزنې او هغوی ته د ځواک ورکولو په موخه د ‘رهياب’ په نوم يو بنسټ هم په ۲۰۰۸ کال کې پرانيستی و.
د يادې اعلامیې پر بنسټ، هغې د بشري حقونو کمېشنرې په توګه د معلولینو په تړاو د یوه پروګرام د مسوولې په صفت کار کړی او اوس په جلاوطنۍ کې د افغان معلولو نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه ډاکټرې او د افغان کډوالو حقونو فعالې ذاکره حکمت د يادې جایزې ګټونکې شوې وه.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت له خوا د زړورو ښځو په نوم جايزه له ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړۍ له ۹۰ هېوادونو ۱۹۰ ښځو ته د هغوی د زړورتیا له امله ورکړل شوې ده.
[/restrict]
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن