کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د هرات والي وایي چې په دغه ولایت کې د تاپي پروژې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ مولانا اسلامجار دغه څرګندونې د هرات د صنایعو او کانونو خونې د اداري ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې کړې دي.
اسلامجار ویلي چې تر راتلونکو دوو میاشتو په هرات کې د دې پروژې چارې بشپړېږي او د کار له پای ته رسېدو وروسته به د دغه ولایت مسوولینو ته وسپارل شي.
هغه له صنعتکارانو او د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د دې نللیکې له ګاز څخه د استفادې لپاره خپل چمتووالی ونیسي.
ټاپي د سیمې په کچه یوه له سترو پروژو ده چې ټاکل شوې له لارې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له مسیره پاکستان او هند ته ولېږدوي.
دغه نللیکه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او په کال کې د ۳۳ میلیارد مترمکعب طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت لري.
ټاپي د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو بلل کېږي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې د پام وړ رول لرلای شي.