Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ۶۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رياست له لوري د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت د څښاک اوبو ۳۰ څاګانې ایستل شوې دي.

مسوولين وايي، د دغو څاګانو په جوړېدو ۶۰۰ کورنيو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي، د ډنمارک نړۍوالې پراختيايي ادارې (DANIDA) د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ۳۰ څاګانې جوړې شوې.

هغه زياته کړه: «دا څاګانې د ننګرهار پچیراګام، هسکې مېنې، چپرهار، خوږياڼو، حصارک او شېرزادو کې جوړې شوې دي.»

د مولوي مبارز معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره ۶۰۰ کورنيو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمينه برابره شوه.

بل لور ته خلک هم د دغو څاګانو جوړېدو ته خوښ دي.

د اچين ولسوالۍ د مامند سيمې يوه اوسېدونکي نواب‌ګل پژواک ته وويل، د دې څاه له ایستل کېدو مخکې ښځې او ماشومان ډېر په تکليف کې وو؛ ځکه له لرو ځايونو يې کورونو ته اوبه راوړلې.

دی وايي، اوس چې دغه څاه جوړه شوې، په اسانه پاکې اوبه ترلاسه کوي.

مسوولين وايي، هڅه کوي ټولو هغو سيمو کې چې خلک يې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، د څښاک اوبو څاګانې او شبکې ورته جوړې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.