ترینکوټ (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د اروزګان د عامي روغتیا رییس وايي، د دغه ولایت ټولیز نفوس یونیم میلیون کسانو ته رسېږي، خو له مرکزه د روغتیایي خدماتو برخه کې یوازې د ۳۷۲ زره کسانو ونډه ورکول کېږي.
د اروزګان د عامي روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني وایي، اوسمهال د دغه ولایت ټول نفوس د مایکرو پلان سروې له مخې یونیم میلیون تنه ښودل شوي، خو د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ولایت ته یوازې د ۳۷۲ زره کسانو ونډه ورکول کېږي.
هغه وايي، اوسمهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۹۰ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې یوازې ۳۷۲ زره کسانو ته د خدماتو وړاندې کولو امکانات په واک کې ورکول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د اروزګان ډېر شمېر وګړي پېژندپاڼې نه لري او که خلک پېژندپاڼې واخلي او د نفوسو شته شمېر په رسمې بڼه ثبت شي، نو د روغتیایي خدماتو ترڅنګ به په ګڼو نورو برخو کې هم له خپلو حقونو برخمن شي.
ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د روغتیایي خدماتو له کمښته شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP