ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي خو د تېر کال په نسبت ناامني ډېره شوې ده

ملګري ملتونه: افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي خو د تېر کال په نسبت ناامني ډېره شوې ده

author avatar
7 Mar 2024 - 04:54
ملګري ملتونه: افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي خو د تېر کال په نسبت ناامني ډېره شوې ده
author avatar
7 Mar 2024 - 04:54

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ناامنیو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی خو د داعش بریدونه بیا کم شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د یوناما له دفتره د کب په ۱۶مه رسنیو د سرمنشي درې میاشتنی راپور استول شوی دی.

https://unama.unmissions.org/sites/default/files/sg_report_on_afghanistan_march_2024.pdf?fbclid=IwAR1LxXk4Hp7_WhRy1TamFlWMGJvuuPCWJ8PcNa38m8EIfRNFKO0IK0IF9mI

امنیت شورا ته د انټونیو ګوټریش په یاد درې میاشتني راپور کې چې د ۲۰۲۳ له نومبر د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ د افغانستان د وضعیت په اړه لیکل شوی، نن خپور شوی دی.

په دغه راپور کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه لیکل شوی راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ بیا د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د امنیتي پېښو په شمېر کې د ۲۰۲۲ ـــ ۲۰۲۳ کلونو د همدې مودې په پرتله زیاتوالی راغلی دی.

د راپور پر بنسټ، ملګري ملتونو په دې موده کې ۱۵۰۸ پېښې ثبت کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو په راپور کې راغلي، د سرپرست حکومت مخالفې وسله‌والې ډلې لا هم د ځمکني کنټرول برخه کې د کابل لپاره هیڅ ډول لویه ننګونه نه‌ده جوړه کړې.

په راپور کې د داعش ډلې له خوا د ۲۰۲۳ کال له نومبره بیا د د ۲۰۲۴ تر فبرورۍ د بریدونو یادونه هم شوې چې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي.

نوموړي زياته کړه چې په ټول افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې او چا ته د نظام په خلاف د بغاوت او مخالفت اجازه نه ورکول کېږي.

په راپور کې دا هم لیکل شوي چې د سرپرست حکومت ټولې ګومارنې هم یوازې تر هغو کسانو محدودې دي چې د دوی رهبرۍ ته ژمن خلک دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا تل ادعا کړې چې د دوی په حکومت کې ټولو لورو ته برخه ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو په اړه لیکل شوي چې دا بندیزونه لا هم روان دي او ترڅنګ یې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نجونو او ښځو خپل‌‌‌سرو نیونو او له توقیف وروسته له دوی سره د بد چلند تورونه هم مستند شوي دي.

په دغه راپور کې د یوناما له قوله په وروستیو درېیو میاشتو کې د لږ تر لږه پنځو غیرقضايي وژنو او د اوو مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او چارواکو د خپل‌‌سرو نیونو خبره هم شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د سرپرست حکومت له‌ خوا په عام محضر کې د سزاوو ورکول هم له بشري حقونو د سرغړونو په توګه یاد شوي دي.

خو سرپرست حکومت بیا له خپلو پرېکړو ننګه او ټینګار کړی چې په دغه کار سره یې شرعي حدود عملي کړي دي.

د ګوټرېش په راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه لیکل شوي چې د دغه هېواد نږدې نیمایي نفوس په فقر کې ژوند کوي او دغه وضعیت په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي دي.

د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷،۳ میلیون هغو افغانانو ته چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د مرستو لپاره ۳،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه هم لري.

[/restrict]

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.