پلعلم (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د لوګر مرکز پلعلم ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو چې له مخې به یې سل زره میوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي نیالګي کېښودل شي.
پلعلم کې د نیالګيو کېنولو کمپاین پر مهال د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، ټولو هېوادوالو ته په کار ده چې په نوي کال کې په خپلو سیمو کې میوهلرونکي او غیر میوهلرونکي نیالګي کېنوي.
مدني زیاته کړه، د نیالګيو کېنولو په اړه ولس ښه پوهاوی لري او باید په دغه کمپاین کې د لوګر ولایت له کرنې او مالدارۍ ریاست سره همکاري وکړي.
بلخوا د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس مولوي سیدامین هاشمي وویل، د کرني او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو او پلعلم ښاروالۍ په ګډه همکاري د «وچکالۍ له منځه وړلو» په نوم د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین رسما پیل شو.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد کمپاین په ترڅ کې به د مرکز پلعلم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا سل زره نیالګي کېنول شي.
ده زیاته کړه: «نن مو د نیالګیو پسرلنۍ کمپاین رسما پيل کړ، په دغه کمپاین کې به زرګونه میوهلرونکي او غیرې میوهلرونکي نیالګي کېنول شي، خو ولس ته په کار ده چې په خپلو سیمو کې نیالګي کېنوي او پالنه یې وکړي.»
د یادونې ده چې د لوګر ترڅنګ په ځینو نورو ولایتونو کې هم د نیالګیو اېښودلو پسرلني کمپاینونه پيل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن