کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې دوه کلاشيکوفونه، ١٨ لاسې بمونه او د ایکم یوه مخابره او ځیني مهمات نيول شوي دي.
دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې يادې وسلې او مهمات د ۳۱۳ مرکزي قولاردو منسوبينو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.
سرچينه زياتوي، په يادو وسلو کې دوه کلاشيکوفونه، ١٨ لاسې بمونه، اوه د لاسېبم پټاکۍ، یوه ایکم مخابره، درې پشنګونه او د کلاشینکوف يو شاجور له ۳۰ فیره مرمیو سره شامل دي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن