کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په لسو ولایتونو کې نږدې ۱۲۰ جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې او دولتي ادارو ته یې سپارلې ده.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د کب میاشتې په اوږدو کې یې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۱۱۹ زره او ۶۶۱ جریب امارتي ځمکه څېړلې، تثبیت کړې او راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
د سرچینې معلوماتو له مخې، د راګرځول شوو ځمکو ډېره برخه چې نږدې ۱۱۳ زره جریبو ته رسېږي، په کندهار، بدخشان او میدانوردګو ولایتونو کې دي.
سرچینې لیکلي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون تخنیکي پلاوي هم په یاده موده کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ۲۳۶ زره او ۷۹۵ جریب امارتي ځمکه تثبیت کړې او څه باندې ۳۲۷ زره او ۶۴۸ جریب نوره ځمکه په نورو ولایتونو کې تر څېړنې لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن