Language

پر افغان خاورې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته؛ د کابل او اسلام اباد لومړۍ اړیکه

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): پر افغان خاورې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر د پاکستان ځانګړي استازي سره  دستونزو پر هواري خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان جېټ الوتکو څو ورځې مخکې د افغانستان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل، د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د وري په ۳مه، په یوه خپره شوې لنډه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان له ځانګړي استازي، آصف دراني سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راپورته شوو ستونزو پر حل، د دوه اړخیزو؛ تجارتي، سیاسي او خلکو ترمنځ د اړیکو پر لاغښتلتیا خبرې وشوې.

د پاکستان تر یادو بریدونو د افغانستان سرپرست حکومت سخت غبرګون وښود او ددفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې د پاکستان پوستې په نښه کړې دي.