مهترلام (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه بېلابېلو برخو کې پنځه کارخونې پرانیستل شوې دي.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي سلامتخان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «UNDP» په مالي ملاتړ یې د ۱۴۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۴۰ اړمنو ښځو ته پنځه کارخونې جوړې کړې دي.
د نوموړي په وینا، یادې کارخونې د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، روب جوړونې، اچار جوړولو او د شیدو پروسس برخو کې دي چې هممهاله یاد شمېر ښځو ته اړوند وسایل هم ورکول شوي دي.
ورته مهال، هغه ښځې چې په دغه پروژه کې شاملې شوې، خوښي ښيي او زیاتوي چې له دې سره به په ځان بسیا او کورنۍ اقتصاد به یې پیاوړی شي.
د مهترلام ښار د بابا صاحب سیمې اوسېدونکې پروانه وايي، خوشاله ده چې د یادې موسسې له لوري ورته د اچارو جوړولو اړین وسایل ورکړل شوي دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن