ژبه

شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۱۲۰۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په فراه، اروزګان، دایکنډي او سمنګان ولایتونو کې له څه باندې ۹۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشېر او لوګر ولایتونو کې له دوه زره کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۵۳۳ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه راز، د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري ‌اغا‌ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې له پاکستانه راستنو شوو ۲۶۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د یوه بل خبر له مخې، د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهرخي وایي چې په د دغه ولایت په دره‌صوف‌بالا او خلم ولسوالیو کې له ۷۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ ګیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږکیلوګرامه دال او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

دغه راز عزیزي ګروپ د روزې مبارکې میاشتې په مناسبت په دایکنډي ولایت کې له سلګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او په دغو مرسته کې یې خلکو ته اوړه، غوړ، وریجې او لوبیا ورکړي دي.

د یو بل خبر له مخې، د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وایي، د قطر هېواد شاهي کورنۍ د غړي حمدبن عبدالله بن محمدال‌ثانی خیریه بنسټ له لوري د دغه ولایت په مرکزي دارالیتام کې له ۴۰۰ یتیمانو سره د جامو مرسته وشوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې اختر لپاره جامې، څپلۍ او واسکټ شامل دي.

دغه راز، د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي وایي چې په دغه ولایت کې زرو بې‌ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

هغه زیاته کړې، دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ شوې او هرې کورنۍ ته یې ۱۸۷۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده وایي چې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

هغه وویل چې یادې مرستې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لورې شوې او هرې کورنۍ ته یې ۱۳۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

ورته موضوع