جلالاباد (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د مالدارۍ فارم کې د څارويو ډېروالی او هغو ته پر وخت د درملو او خوړو رسېدو له امله به سږ کال ۲۱۶ زره لېتره شیدې تولید شي.
هغوی زیاتوي چې تېر کال د دغه فارم د شیدو تولید ۸۸ زره لېتره و.
د ننګرهار کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د وري ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د دې ادارې د مالدارۍ فارم له ۲۷۲ غواګانو یوازې ۴۵ یې شیدې ورکوي.
هغه زياته کړه، يادو غواګانو ته پر وخت خواړه او درمل ورکول کېږي چې له امله يې د شيدو تولید کچه هم لوړه شوې ده.
دی وايي، اوسمهال هره ورځ د دغه فارم ۴۵ غواګانې شاوخوا ۴۵۰ لېتره شيدې ورکوي او تمه ده چې دا اندازه نوره هم لوړه شي.
د کانال رياست وياند وايي، تېر ۱۴۰۲ کال یاد فارم ۸۸ زره او ۱۶۸ لېتره شيدې تولید درلود خو سږ کال د روانې مياشتې د شيدو اندازې ته په کتو اټکل کېږی چې د کال تر پايه به دغه فارم شاوخوا ۲۱۶ زره لېتره شيدې تولید ولري.
هغه زياته کړه: «د وادي کانال امارتي شرکت هوډ کړی چې د مالدارۍ برخه به پیاوړې کوي، په دې برخه کې به ځان د بسیاینې تر کچې رسوي؛ ځکه مالداري د کورني اقتصاد پياوړتيا ستره وسيله او نښه ده.»
بلخوا، د ننګرهار کانال رياست د مالدارۍ فارم امر انجنير سيد فصيحالله د شیدو تولید کچې لوړېدو لامل يادو غواګانو ته منظم خوراک، پر وخت درملنه او پاملرنه په ګوته کوي .
نوموړی وايي: «د کانال د مالدارۍ فارم کې ۲۷۲ څاروي ساتل کېږي، ۴۵ غواګانې شیدې ورکوي، په دغه فارم کې منظمې غوجلې، مسلکي ډاکټران، منظم کلينيک او د غواګانو خواړه شته دي.»
دغه راز د جلالاباد ښار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کانال رياست بايد د مالدارۍ فارم د شيدو خرڅلاو لپاره په ښار کې منظمې هټۍ جوړې کړي.
د جلالاباد ښار يوه اوسېدونکي سيد وفيعالله پژواک ته وويل: «کانال رياست د زيتون تېلو او اچارو خرڅولو لپاره د ښار مختلفو برخو کې نمایندهګۍ لري، بايد د شيدو لپاره يې هم جوړې کړي چې خلک په اسانۍ وکولای شي تازه شيدې واخلي.»
خو د کانال رياست مسوولين وايي، اوسمهال د شيدو اندازه کمه ده، نه شي کولی ښاريانو ته يې د نمایندهګیو له لارې ورسوي، خو په راتلونکي کې هڅه کوي چې له منظم پروسس وروسته يې ښاريانو ته ورسوي.
د کانال رياست وياند دا هم وويل: «موږ هڅې روانې کړې چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د مالدارۍ دويم او درېيم فارمونه هم چې جګړو ويجاړ کړي، بېرته جوړ او فعال کړو، خوشبختانه دويم فارم به نږدې ورځو کې فعال شي او د درېيم فارم رغولو چارې به هم ژر پيل شي.»
د يادولو ده، څو لسيزې مخکې د کانال رياست د دغو درېیو فارمونو فعالیت په وجه تازه شيدې د جلالاباد ښار اوسېدونکو سربېره هر سهار په ټانکر کې د کابل تر ښاريانو هم رسېدې.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن