کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي، خلکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه د روژې میاشتې له ۲۵مې، د کوچني اختر تر ورځې د جمعې ورځې په ګډون یې د کاري ساعتونو موده وغځوله.
د افغانستان په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د دغه بانک کارکوونکي به د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر ۴:۳۰ دقیقو کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو نمایندګۍ مکلفې دي چې د افغانستان بانک د پرېکړې سره سم هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP