Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

پلخمري (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۳): بغلان کې د رمضان جام په نوم د کرکټ شپږ اووریزه سیالۍ د خنجر زمانخېل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو یوه تنظیمونکي محمدلله شینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۱۶سیمه‌ییزو لوبډلو ترمنځ د ټيپ‌ بال شپږ اووریزې سیالۍ چې د روژې په اتمه د پلخمري ښار اړوند الهام لوبغالي کې پیل شوې وې، تېر ماښام د خنجر زمانخېل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

ورته مهال، د دغو سیالیو یو تن لوبغاړی حمیدالله وايي، په وروستۍ لوبه کې د ډېرو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی، خو زیاتوي چې ځايي خلک ځوانان لوبو کولو ته نه هڅوي.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې د لوبغاړو مالي ملاتړ وکړي او ځايي خلک او قومي مشران باید ځوانان لوبو ته وهڅوي.

خو بغلان کې د کرکټ ولایتي مسوول ظریف احمدزی بیا وايي، هغه ځوانان چې غواړي د کرکټ په لوبه کې ښه پرمختګ او مسلکي کرکټ وکړي، په‌کار دی چې له ټيپ بال څخه هارډ بال ته مخه کړي او ځانونه دې د دغه ولایت د کرکټ په رسمي اکاډمي کې ثبت کړي.

د یادونې ده چې اوسمهال په ننګرهار او خوست ولایتونو کې هم د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ دوام لري چې لسګونه لوبغاړي په‌کې پر لوبو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.