کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه امنیتي پوسته د موټربم برید له امله لږ تر لږه څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
اکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریدګرو د شپې لهخوا له چاودېدونکو توکو ډک موټر د «فتحخېل» پولیسو له پوستې سره جنګولی چې له امله یې ستره چاودنه رامنځته شوې او د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د چاودنې غږ دومره زورور و چې تر لرو سیمو اورېدل شوی او د پېښې ځای ته نږدې کورونو ته یې هم زیان اړولی دی.
د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.