کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): ایراني رسنیو د دغه هېواد د البرز ولایت په مرکز کرج ښار کې د داعش ډلې د درېیو غړو او د هغوی د اتو ملګرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د ایران دولتي اژانس ایرنان لیکلي چې د شنبې په ورځ د البرز پولیسو د اطلاع رسونې مرکز د سردار «سعید منتظرالمهدي» له قوله د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د اطلاعاتو سازمان له لوري د کرج په ماهدشت کې د داعش ډلې د غړي او عملیاتي ډلمشر «محمد ذاکر» چې په «رامش» مشهور دی، د نیول کېدو خبر وکړی دی.
د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظرالمهدي ویلي چې دغو کسانو په کوچني اختر کې د ځانمرګو بریدونو هوډ درلود.
سرچینې د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو ویلي، د نیول شوو کسانو له ډلې دو تنه د اسلامي امارت د مخالف قوماندان خیرمحمد خیرخواه زامن دي چې څه موده مخکې وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP