ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني ځوانان د واده ملاماتوونکو لګښتونو له امله کوژده نه‌شي کولای

ځیني ځوانان د واده ملاماتوونکو لګښتونو له امله کوژده نه‌شي کولای

author avatar
13 Apr 2024 - 08:40
ځیني ځوانان د واده ملاماتوونکو لګښتونو له امله کوژده نه‌شي کولای
author avatar
13 Apr 2024 - 08:40

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): په افغانستان کې د واده لوړو لګښتونو او ولور له امله ځیني ځوانان کوژده نه‌شي کولای او ځیني بیا د دغو لګښتونو پوره کولو لپاره کلونه کلونه په پردیو ملکونو کې مزدوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرمایي: غوره او له خیر ډکه نکاح هغه ده چي لګښتونه یې کم وي.

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو سیمې اوسېدونکی ۲۷ کلن بادشاه امین حزون هم وایي چې اووه کاله وړاندې یې کوژده کړې، خو له دې امله یې تر اوسه واده نه دی کړی چې لګښتونه یې نه شي پوره کولای.

هغه وایي چې د خسر کورنۍ ورته ۴۵۰ زره افغانۍ ولور ټاکلی او د واده لپاره یې یوه نیمه توله سره زر (۱۷.۴ ګرامه)، سل منه وریجې، ۱۶۰ کیلوګرامه غوړي او ځیني نور اړین توکي غوښتي دي.

محزون وایي چې واده یې ټول شاوخوا اته سوه زره افغانۍ لګښت لري چې پوره کول یې ډېر سخت کار دی.

هغه وویل، د دوی په سیمه کې د واده د ملاماتوونکو لګښتونو له امله ډېر ځوانان یا کوژده نه شي کولای او که کوژده وکړي بیا یې د واده لګښتونه نه شي پوره کولای او اړ کېږي چې کلونه، کلونه په ایران او یا نورو ملکونو کې مزدورۍ وکړي.

د کابل ښار څرخي پله سيمې اوسېدونکی احمدشاه هم وایي، درې کاله مخکې یې زوی ته کوژده وکړه خو تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې واده ورته وکړي.

هغه وایي: «دوه‌نیم لکه افغانۍ یې په موږ ولور اېښی، دوه لکه افغانۍ نور مصرف هم راځي، زوی مې دا دویم کال دی چې ایران ته مې لېږلی، وروڼو یې ورته ویل چې ته ولاړ شه ایران ته، موږ به د کور خرڅ برابروو، ته همالته ځان ته پیسې ټولوه، تر هغه چې د واده مصارفو پیسې پوره شي.»

احمدشاه زیاتوي، په افغاني ټولنه کې داسې ناسم دودونه دي چې د خلکو له شرمه به یې هرومرو د ترسره کولو لپاره پیسې پیدا کوې او بیا به واده کوې.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۱ کلن احمدضیا وایي چې شاوخوا اووه کاله مخکې یې کوژده کړې، پنځه سوه زره افغانۍ ولور پرې اېښودل شوی، خو تر اوسه یې نیمایي ولور ورکړی دی.

هغه چې په خپلو ځمکو کې دهقاني کوي وایي، اوس هم نه پوهېږي چې د واده لګښتونو لپاره د پیسو پیدا کول به څو کاله نور وخت واخلي.

دی زیاتوي: «کله چې ولور دومره لوړ وي، ځیني ځوانان پر قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته تګ او ان غلاوو ته اړ کېږي.

د بغلان د خوست ولسوالۍ اوسېدونکی احمد سهاک هم دېرش کلن دی خو د ودونو لوړو لګښتونو له امله یې تر اوسه کوژده نه ده کړې.

سهاک وایي چې د دوی په سیمه کې ولور تر پنځه سوه زره افغانۍ رواج دی او په ټوله کې د یوه واده لګښت تر ۸۰۰ زره افغانیو رسېږي چې پوره کول یې ډېر سخت کار دی.

د کابل ښار یو اوسېدونکی حیات‌الله وایي، درې کاله مخکې یې واده کړی، ۴۰۰ زره افغانۍ یې مهر ورکړی، د ۲۵۰ زره افغانیو یې خپلې مېرمنې ته سره زر اخیستي، ۶۰۰ زره افغانۍ هوټل کې د واده مراسمو لګښت پرې راغلی او تر شاوخوا ۲۰۰ زره افغانیو یې نور لګښتونه هم شوي دي.

هغه وایي چې د واده لپاره یې اته سوه زره افغانۍ پور کړې دي.

هغه چې په یوه دولتي اداره کې مامور دی، دوولس زره افغانۍ معاش لري، وایي چې ورور یې له درېیو کلونو راهیسې په ایران کې مزدوري کوي، په دواړه یې تر اوسه  دوه سوه زره افغانۍ پور خلاص کړی او شپږ سوه زره افغانۍ لا هم د خلکو پوروړی دی.

یاد کسان وایي چې دیني عالمان، قومي مشران او اسلامي امارت مسوولیت لري چې د دغو ناسمو دودونو مخه ونیسي او هغه څه دود کړي چې د شریعت مطابق وي او خلک یې وس هم ولري.

مهر د ښځې حق دی، خو ځینې کورنۍ په دې نوم پیسې اخلي خو نجلۍ ته یې نه ورکوي.

دیني عالم قاري عبدالمالک راشد وایي، مهر د ښځې مسلم حق دی چې هیڅوک په کې ورسره شریک نه دي او رسول (ص) په بېلابېلو حدیثونو کې ښځې تشویق کړې چې لږ مهر واخلي خو مجبوره کړي یې نه دي.

د هغه په خبره، اسلام تل پر لږ مهر اخیستو ټینګار کړی؛ ځکه که چېرې خاوند د ډېر مهر ورکولو ته مجبور شي بیا د ښځې او خاوند ترمنځ په زړه کې بدوالی پیدا کېږي چې دغه کار بیا ډېرې نورې ټولنیزې ستونزې راپیدا کوي.

راشد زیاتوي: «که چېرې مهر ډېر وي په ټولنه کې، دا بیا منجر کېږي دې ته چې ځوان نسل بې نکاح پاتې شي او نکاح په ځوانۍ کې د انسان یوه اړتیا ده او عدم نکاح بیا د دې سبب کېږي چې ځوانان په ټولنه کې فحشا ته لاس واچوي، د فحشا او فساد مخنیوي په موخه لومړنۍ لاره نکاح ده او د نکاح کولو لپاره چې لاره هواروي هغه د مهر کموالی دی.»

د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمدخالد الحنفی د مهرونو په اړه يوه غږیز کلپ کې چې د وري په لومړۍ نېټه د دغه وزارت پر اېکس‌پاڼه خپور شوی، ویلي: «مهر حق د نجلۍ دی، نه یې د پلار دی، نه یې دې ورور دی، که زموږ ستاسو کوم ځای کې داسې رواجونه وي، موږ او تاسو به کوشش وکړو دغه رواجونه ختم کړو.»

د یاد وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس مولوي عبدالغفار فاروق هم تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټولو ولایتونو کې د دغه وزارت محتسبین خلکو ته توصیه کوي چې لږ مهر واخلي او د واده لګښتونه کم کړي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.