نیلي (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي، ترافیک پولیس د خلکو د غوښتنې پر اساس له هغو کسانو د موټرسایکل ټولولو لړۍ پیل کړې چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.
د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې طرحې له مخې په تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت له مرکز نیلي ښاره له ۲۰ هغو کسانو موټرسایکلونه ټول شوي چې له ترافیکي اصولو یې سرغړونه کوله.
هغه زیاته کړه، یو شمېر ځوانان په نمایشي ډول په ښار کې موټرسایکل پر یوه ټایر چلوي او ځینو نورو بیا غیرمعیاري سلنډرونه چې خراب غږ لري، خپلو موټرسایکلونو ته لګولي دي.
هغه زیاته کړه: «دغه څه د خلکو ځورېدنې لامل کېده، تل له دې اړخه شکایتونه کېدل او د دغسې خپلسریو مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.»
جاوېد وویل، یاده لړۍ د دایکندي په مرکز نیلي ښار او ولسوالیو کې پیل شوې څو د یادو خپلسریو مخه ونیول شي او خلک په امنیت او ارامۍ کې ژوند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو په نیلي ښار کې د ګرځېدونکو موټرسایکلونو انځورونو په خپرولو ویلي وو چې د چلوونکو له خوا دغه ډول بېنظمۍ د ترافیکي پېښو ډېرېدو لامل کېږي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن