کندهار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۳): د یو شمېر سرچینو معلوماتو له مخې، د کندهار د جهادي مدرسې یو استاد او د اسلامي امارت د کرهکتنې ادارې غړي مولوي محمدعمرجان اخندزاده د ناپېژانده وسلهوالو برید کې ژوند بایللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم نن پر خپله اېکسپاڼه لیکي چې په کندهار کې د جهادي مدرسې یو استاد وژل شوی دی.

هغه د نوموړي وژنه په کلکه غندلې او جنایت یې بللی دی.

نوموړي لیکلي: «په خواشینۍ سره خبر شوو چې د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کرهکتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخالحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسېد.»

ذبیحالله مجاهد دا نه دي ویلي چي هغه چېرې او څنګه وژل شوی، خو د ځینو سرچینو ترڅنګ د اسلامي امارت ځینو غړو پر خپلو اېکسپاڼو لیکلي چې هغه د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.