ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله

author avatar
24 Apr 2024 - 14:54
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله
author avatar
24 Apr 2024 - 14:54

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې تاجکستان ته لوبه وبایلله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ په ټایلېنډ کې روانې دي.

د افغانستان او تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ نن له غرمې مخکې په اسیا جام سیالیو کې د کواټر فاینل لوبه ترسره شوه چې تاجکستان و کولای شول د هېواد ملي لوبډلې ته ۲ – ۱ ماتې ورکړي.

دغه راز د یادې لوبې په بایللو سره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.

په دغو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې بحرین ته ماته ورکړې وه، ایران ته یې لوبه بایللې او له کویټ سره یې بیا لوبه مساوي کړې وه.

د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یوه ګروپ کې شامل و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.