کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي چې د خوست د ځایي راډیوګانو درې کارکوونکي چې د اختر په خپرونو کې «د موسیقۍ خپرولو» له امله نیول شوي وو، خوشي شول.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې خوست کې شپږ ورځې مخکې د ناز راډیو کارکوونکی اسماعیل سعادت، د ولس راډیو کارکوونکی احسانالله تسل او د اقرا راډیو کارکوونکی واحدالله معصوم نیول شوي وو.
یادې اتحادیې له اسلامي امارته غوښتي څو د رسنیز کار اړوند قضیې د رسنیو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې وڅېړل وشي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اوسمهال په خوست ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ ۱۵ راډیوګانې او درې خصوصي ټلوېزیونونه فعالیت لري.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن