ګردېز (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا د کرنې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې درې زره څاروي لېوني شوي چې له دې ډلې ۶۰۰ مړه شوي دي.
د پکتیا حکومتي مسوولین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نن په دغه ولایت کې د هالنډ کمېتې په مرسته څارویو ته د لېونتوب او انترکس ناروغۍ مخنیوي واکسین کمپاین هم پيل شو.
د دغه کمپاین د پيل پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر قاري نورالله دروېش وویل چې انترکس او لېونتوب دواړه د کوچنیو څارویو لپاره خطرناکې او وژونکې ناروغۍ دي.
هغه وویل چې د یادو ناروغیو مخنیوي په موخه نن په مرکز ګردېز، روحاني بابا، وزي ځدران، احمدابا، سیدکرم، احمدخېل، ځاځياریوب، ډنډپټان او جانيخېلو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین کمپاین پيل شو.
د دروېش د معلوماتو له مخې، د دغه کمپاین پر مهال به څارویو ته ۲۵ زره دوزه د لېونتوب او ۸۵ زره دوزه د چینجیو (انترکس) مخنیوي واکسین تطبیق شي.
نوموړي وويل چې د یاد واکسین قيمت لوړ دی او مالداران يې په شخصي لګښت خپلو څارويو ته نه شي تطبیقولی.
ورته وخت کې د پکتیا کرنې ریاست د مالدارۍ امریت د لابراتور مسوول ډاکټر عبدالحلیم عالمیار پژواک ته وویل چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۳۰۰۰ څاروي د لېونتوب پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۶۰۰ مړه شوي دي.
هغه وايي: «دا هغه څاروي دي چې دلته لابراتور ته راوستل شوي، کېدای شي ارقام تر دې لوړ وي او موږ هم دومره امکانات نه لرو چې د ټولې پکتیا ارقام راواخلو.»
بل لور ته، د مرکز ګردېز د نیستيکوټ سیمې یوه مالدار امیر پژواک ته وویل چې سږ کال یې څارویو ته بېلابېلې ناروغۍ لکه زېړی او نور پیدا شوې دي.
هغه څارویو ته د واکسین له تطبیقه خوښ دی او ټینګار کوي چې دغه لړۍ باید ادامه پیدا کړي.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د پکتيا ځینو سيمو کې د کرنې رياست له خوا څلور زره څارويو ته د پرازیټونو ضد واکسين تطبيق شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن