شبرغان (پژواک،۱۱غویی۱۴۰۳): جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، دغه ولایت کې څه باندې ۲۲۰ ښځو ته چې له شپږ میاشتنيو حرفوي زدهکړو فارغې شوې، د کار وسایل ورکړل شول.
د یادونې ده چې شپږ میاشتې مخکې جوزجان کې ۲۲۷ ښځې د یوې موسسې له خوا د شیرینيپزۍ، خیاطۍ، مرۍ ګنډلو، بیکګنډلو، حکاکۍ او غالۍ اوبدنې شپږ میاشتني کورس کې شاملې شوې وې چې نن (د غویي ۱۱مه) یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل او دې دوره کې یې خپل تولیدي توکې نندارې ته وړاندې کړل.
دغه ولایت کې د اکتېد موسسې مسوول انجنیر امانالله امین پژواک ته وویل چې د دغو ۲۲۷ ښځو له ډلې ډېری یې کونډې او بېوزله دي.
هغه وویل چې نن دغو ښځو ته د فراغت سندونو ترڅنګ، دوی ته د خپلې حرفې مطابق د کار وسایل هم ورکړل شول څو له دې وروسته وکولی شي چې د ازادو شاغلو په توګه په خپلو کورونو او یا په خپلو دفترونو کې کار وکړي او پر ځان بسیا شي.
نوموړي وویل چې د دغه دفتر له لوري د حرفې او صنایعو زدهکړې دوام لري او د دغو فارغو شوو ښځو پر ځای به نورې ښځې جذب او په ټاکلي موده کې به روزنه وویني او فارغې شوې ښځې به د دغه دفتر تر ملاتړ لاندې وي څو هغوی وکولی شي په خپلو برخو کې پر ځان بسیا شي.
د مرۍ ګنډلو له برخې یوه فارغه ملالۍ، له ملي او نړۍوالو موسسو غواړي چې داسې پروژې پراخې کړي څو ښځې په ځانګړي ډول کونډې له بېکارۍ وژغورل شي.
هغې زیاته کړه: «موږ په دې شپږ میاشتنۍ دوره کې ډېره څه زده کړل اوس موږ کولی شو چې په خپلو وسایلو سره خپل تولیدات چمتو کړو او ویې پلورو، له دې لارې کولی شو چې پر ځان بسیا شو.»
د دې دورې د شیرینيپزۍ برخې یوه بله فارغه ګیتا وایي: «د داسې پروګرامونو ترسره کول د ښځو د ملاتړ لپاره ډېر اغېزمن دي، ښځې کولای شي چې له دې دورې وروسته پر ځان بسیا شي او ځانته کار پیدا کړي.»
هغې وویل: «دغه دفتر کې له شاملېدو مخکې مې څه نه وو زده، دې موده کې مې چې څه زده کړي اوس کولی شم چې د مشتریانو فرمایش واخلم او په ډېره کمه موده کې یې چمتو کړم، دا موږ ښځو ته ډېر ښه شو، دې شرایطو کې چې یو بېکاره وه او بل مو کسب زده نه و، هم یې موږ ته کسب را زده کړ او هم یې وسایل راکړل څو وکولای شو خودکفا شو او کار وکړو.»
په ورته وخت کې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیازمحمد تواب د حکومت له لوري د همکارو موسسو په همکارۍ د لاسي صنایعو د پیاوړتیا لپاره ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP