کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): کابل کې د چین سفارت افغاني سرې میاشتې ټولنې ته په هېواد کې د وروستیو سېلابځپلو لاسنیوي په موخه سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وسپارله.
سرې میاشتې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د چین سفارت مرستیال باو زوهای یاد سل زړه ډالر سېلابځپلو سره د مرستې په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي ته وسپارل.
سرچینې ویلي، د يادې مرستې د سپارلو پرمهال د افغاني سرې مياشتې مرستيال وویل چې وروستيو سېلابونو په ټول هېواد کې خلکو ته په لوړه کچه مالي او ځاني زيانونه اړولي او په هلمند، اروزګان او کندهار ولايتونو کې يې ٢٣ زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، په داسې حالت کې زيانمن شوي وګړي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او له چين هېواده یې مننه وکړه چې په ستونزمنو حالاتو کې د هېوادوالو لاسنيوى کوي.
سرې میاشتې څرګنده کړې، د چین مرستیال سفیر وویل، دغه هېواد هوډ لري څو په هره برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او هیله یې وښوده چې راتلونکي کې به هم د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۱۱مه د چین سفیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي و چې هېواد یې له راستنو شوو افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه چینایي یوان (څه باندې ۹۹۸ میلیونه افغانۍ) مرسته کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن