Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): په غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د غزني کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کلني پلان له مخې له دې وروسته به هر کال دغه سیالۍ د محمود غزني کرکټ سیالیو تر نوم لاندې ترسره کېږي.

نوموړي وویل، د کرکټ پرمختګ، د ځوانو استعدادونو موندل او کورني کرکټ ته یې ورپېژندل د دغو سیالیو له موخو دي.

ورته مهال د یادو سیالیو یوه لوبغاړي مطیع‌الله فولاد پژواک ته وویل چې د یادو سیالیو ترسره کېدو ته ډېر خوښ دی.

خو وايي چې دوی د کرکټ برخه کې د معیاري ډګر نشتوالي له ستونزې سره مخ دي چې حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.