ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې لسګونه کیلوګرام چاودېدونکي توکي او وسلې نیول شوي

لوګر کې لسګونه کیلوګرام چاودېدونکي توکي او وسلې نیول شوي

author avatar
8 May 2024 - 17:58
لوګر کې لسګونه کیلوګرام چاودېدونکي توکي او وسلې نیول شوي
author avatar
8 May 2024 - 17:58

پل‌علم (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۳): د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې نیول شوي دي.

لوګر کې د  ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند نوروز ځلاند پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې امنیتي ځواکونو په څرخ، ازره او بره‌کي‌برک ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو پر مهال یو میل کلاشینکوف، یو میل سل‌ډزې وسله، یو میل دهشکه، دوه مزایل، دوه د هاوان مرمۍ، شپږ بمونه، دوې چانټې او لسګونه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.

هغه وایي، د یادو وسلو او مهماتو په تور یو کس نیول شوی او زیاتوي چې دغه وسلې خلکو په خپلو کورونو کې په غیرقانونې توګه ساتلې چې ترې واخیستل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.