لښکرګاه (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳ ): د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو په یوه چکپاینټ کې له یوه مازدا موټر څخه کې بېلابېل نشهیې توکي کشف او ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، ۸۰۰ کیلوګرامه سود او د اکسیل په نوم ۳۰۳ لېټره نشهيي مواد چې په یوه مازدا موټر کې ځای پرځای شوي وو، د کشفي معلوماتو پر بنسټ د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شول.
نوموړی وایي، د یادو توکو په تور دوه کسان نیول شوي او تر څېړنو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن