مزارشریف (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د افغانستان په کچه دوه زره ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي، پر لمریزې برېښنا سمبالوي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د بلخ مرستیال والي په مشرۍ د بلخ پوهنې، عامې روغتیا او اقتصاد رییسانو شمال کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له رییس وهیب الریاني سره ولیدل او په یو شمېر مسایلو ورسره غږیدلي دي.
د ناستې په پیل کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) د شمال مسوول وهیب الریاني ویلي چې دې ادارې په شمال کې د روغتیا، څښاک اوبو، کرنې، پوهنې، کارموندنې او کانال جوړولو برخو کې شاوخوا ۱۰۰ لویې او وړې پروژې تطبیق کړې دي.
الریاني دغه راز ویلي چې برېښنا د پوهنې او روغتیا برخه کې د خلکو لاسرسی اسانه کوي او له همدې امله دغه اداره غواړي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې ۲۰۰۰ ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې برېښنا نه لري، پر لمریزې برېښنا سمبال کړي.
ورته مهال، د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس د دې ادارې د پراختیایي پروژو له تطبیقه خوښي ښودلې او سکټوري مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې د دقیقې سروې برخه کې له یادې ادارې سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP